د شیعه مقتدی صدر پلویانو د عراق پر پارلمان برید کړی
د عراق پلازمېنه بغداد کې سلګونه مظاهره کوونکي هغې سیمې ته رسېدلي، چې کلک امنیت یې ساتل کېږي او د دې هېواد پارلمان ودانۍ ته ننوتي دي.
دوی له څو ګړۍ وروسته د خپل مشر مقتدی صدر له غوښتنې وروسته له پارلمان ووتل.رپوټونو کې ویل شوي، پولیسو پر مظاهره کوونکو اوښلن ګاز کارولی او اوبه یې پرې شېندلې دي.