هند کې شرابو ۳۱ کسان مسموم او وژلي دي

رپوټونه وايي، د هند لوېدیځ ګوجرات ایالت کې د الکولو له څښلو وروسته ۳۱ کسان مسوم شوي او مړه شوي دي. ډېری مړه شوي د یوې کروندې کارګر او په ورځانه (روزانه) مزدوران دي.

تر څلوېښتو ډېر نور مسموم شوي کسان روغتون ته وړل شوي، چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ګڼل شوی.

پولیس وايي، د الکولو جوړوونکي او ناقانونه پلورونکي په ګډون یې د پې‍ښې په تور پنځه کسان نیولي دي.