نايجريا کې دين ته د سپکاوي قانون
د نړۍ لروبر اوو هېوادونو کې لا اوس هم دين ته د سپکاوي اعدام سزاوې پلې کېږي. دا ټول هېوادونه اسلامي دي، يوازې نايجېريا په کې اسلامي هېواد نه دی، چې د مسلمانانو او مسيحيانو شمېر په کې نيم په نيمه دی.
د ډېری مسلمانانو شمال کې يې، اسلامي محکمو، تېرو څو کلونو کې دين ته د سپکاوي پر سر څو کسان اعدام کړي دي.
داسې حال کې چې دا سزاوې ډېرې کمې پلې شوې، دين ته د سپکاوي پر سر تورونه ډېر کله د لاروکوڅو ډلو له خوا په وژنو تمامېږي.