له اوکرايين د غنمو لېږد پيلېږي

د ویډیو تشریح، له اوکرايين د غنمو لېږد پيلېږي

د اوکرايين پر ادېسه بندري ښار يوازې یوه ورځ وروسته له هغه توغنديز ګوزار شوی، چې کيېف او مسکو پر يوه مهم تړون سره سلا شول. د دغه تړون له مخې به د اوکرايين له بندرونو د غلودانو صادرات پيلېږي.

د هوکړې له مخې روسيې پر دې سلا کړې، داسې حال کې به بندرونه نه په نښه کوي، چې د غلو بار ترې لېږدول کېږي. د اوکرايين ولسمشر ولوديمير زېلېنسکي ویلي له بندو شوو بندورونو د شلو ميليون ټنو غلو خوشي کېدا ښايي د نړۍ لروبر خوړو يوه ناورين مخنيوي کې مرسته وکړي.

دې اعلان سره د غنمو نړيوالې بيې له هغه راهيسې چې روسیې دا تېره فبرورۍ يرغل پيل کړی، تر ټولو ټيتې کچې ته لوېدلې دي.