اروپا کې د تودې هوا شدیده څپه او اور

د هوا اټکل او وړاندوینې ښيي چې لوېدیزه اروپا به د سې شنبې پر ورځ له لا ډېرې تودوخې سره مخ شي. د اسپانیا شمال کې د دوشنبې په ورځ ۴۳ درجو د تودې هوا نوی ریکارډ جو کړی.

له دې تودې څپې سره په فرانسه، پورتګال، اسپانیا او یونان کې ځنګلي اورلګېدنې هم دوام لري چې زرګونه کسان یې د خپلو کورونو پرېښدولو ته اړ کړي‌ دي.