روانډا ته د کډوالو استول: د دې تګلارې پر اغېز د بريتانيا پارلمان اندېښنه ښودلې

د بریتانیا د حکومت هغه تګلاره به چې له مخې یې کډوال روانډا ته استول کېږي، د هغو کسانو مخه ونه نسي چې پر انګریز تنګي اوړي، دا خبره د بریتانیا په پارلمان کې د کډوالو اړوند یوې کمېټې په رپوټ کې راغلې.

رپوټ وايي ښايي د همدغه کال تر پایه به د دغو کډوالو شمېر ۶۰ زرو ته لوړ شي.