انټرنېټي هکرانو د ایران پولادو فابریکې ته څنګه اور ورته کړ؟

د ویډیو تشریح، انټرنېټي هکرانو د ایران پولادو فابریکې ته څنګه اور ورته کړ؟

د انټرنېټي هکرانو یوې ډلې چې ځانونه "داړونکې مرغۍ" بولي، په ایران کې د پولادو یوه فابریکه کې د اور په بلولو توانېدلې ده، دوی د خپل دې کار یوه وېډیو هم خپره کړې ده.

کارپوهان وايي که دا برید رښتیا وي، نو دا به هغه خطرناک انټرنېټي برید وي چې د مادي زیانونو لامل ګرځي.