مسکو: اوکرايين پر بلګورود ښار برید کړی

د همدې اونې په اوږدو کې د روسیې پر بلګورود ښار چې له اوکرایین سره پر پوله پروت دی، د مسکو په خبره اوکراین توغندیز برید کړی.

دا د جګړې له پیل راهیسې لومړی ځل دی چې پر روسي ښار برید شوی.

خو روسیه کې د بي بي سي خبر یال روزنبرګ وايي داسې لږ شمیر خلک دي چې د اوکرایین جګړه او دا برید سره تړي.