تايلنډ کې د چرسو کارونه په بشپړ ډول قانوني شوه

د ویډیو تشریح، تايلنډ کې د چرسو کارونه په بشپړ ډول قانوني شوه

کله چې تایلنډ يادېږي ډېر يې د مشهورو سمندر غاړو، خوراکونو او د شپې ژوند او ګڼې ګوڼې په اړه سوچ کوي.

خو هغوی چې د ساتېرۍ په لټون د موسکاوو دې مځکې ته ورځي، د يو بېل څه خبرداری هم ورکول کېږي، د نشه يي توکو کارولو پر وړاندې سختې سزاوې، چې له امله یې سلګونه بهرنيان اوږدمهاله سزاوو کې زندانونو ته اچول شوي دي.

خو په يوه هېښوونکي بدلون کې، د دغه هېواد حکومت دا اوس اوس د چرسو کارونه په بشپړ ډول قانونی کړې، زرګونه بنديان يې خوشي کړي.

لکه د بي بي سي خبريال جاناتن هېډ یې چې په اړه راپو راکوي، د چرسو او بنګو سره تړلی کاروبار هم ورسره غوړېدلی.