جی ۷ سرمشریزه؛ د چین زیاتېدونکي اغېز پر وړاندې د لوېدیځ د ۶۰۰ ميلیارده ډالرو نوی پلان

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړۍ اووه سترو صنعتي هېوادونو مشرانو د جي ۷ په سرمشریره کې د هغه ۶۰۰ میلیاردیز پلان پر جزیاتو خبرې کړي چې له مخې یې غواړي په نړیواله کچه د چین زیاتېدونکي اغېز ته ځواب ووايي.
د دغه ګام له لارې به جي ۷ هېوادونه وروسته پاتې او مخ پر ودې هېوادونو کې د ۶۰۰ ميلیارد ډالرو پانګونه کوي چې د چین "بېلټ او روډ"پروژې ته غبرګون دی.
پر دې پلان لومړی ځل تېر کال د جي اووه سرمشریزه کې خبرې شوې وې چې په انګلنډ کې وه.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې دا پلان به د ټولو لپاره ګټور وي.
د چین د ټرېلینونو ډالرو یوه لیکه یوه لار (بېلټ اېنډ روډ) د زیر بناوو جوړولو پروژې باندې له دې امله نیوکې شوې چې ګواکې مخ پر ودې هېوادونه له اندازې ډېر پور سره مخوي.
ښاغلي بایډن سرمشریزه کې وویل: "په ښکاره وایم چې دا خیرات یا مرسته نه ده. دا پانګونه ده چې ګټه به یې د ټولو لپاره وي."
"دا پروژه به ګڼو هېوادونو ته د دې زمینه برابره کړي چې ډیموکراسي پلوو هېوادونو سره د ملګرتیا په خوند پوه شي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې پلان له مخې به جي ۷ هېوادونه په ګډه کم عاید لرونکو هېوادونو کې د ۶۰۰ ميلیارډ ډالرو په لګښت د زېربناوو پروژو ملاتړ کوي.
امریکا ژمنه کړې چې شاوخوا ۲۰۰ مېلیارد ډالره به دوی برابروي. اروپايي ټولنې د ۳۰۰ ميلیارد یورو د برابرولو ژمنه کړې.
د دې پروژې له لارې به د اقلیمي بدلون او زرغونې انرژۍ برخه کې پانګونه، په نړیواله کچه د روغتیايي خدماتو د ښه کولو، جنسي برابري او ډېجېټلي زېربناوو په برخه کې په پروژو پانګونه کېږي.
د دې پلان له لارې لویدیځ هېوادونه غواړي کم عاید لرونکو هېوادونو کې د چین زیاتېدونکي اغېز ته غبرګون وښيي.
د چین ولسمشر شي جېن پېنګ ۲۰۱۳ کې د "بېلټ او روډ" پروګرام پرانېست چې له مخې یې دوی کم عاید لرونکو هېوادونو سره مالي مرسته کوي چې خپل هېواد کې زېربناوې جوړې کړي.
که څه هم د چین پانګونې د سوداګرۍ لارو پرانېستلو په برخه کې مهمې ګڼل شوي خو نیوکې هم پرې شوي چې د پورونو له لارې اړمن هېوادونو اړ باسي چې د پور نه پرې کولو په حالت کې خپله شتمني وروسپاري.
د اروپايي کمېسیون مشرې اورشلا وان در لېن ویلي د دې "له نوې پروژې یې موخه دا ده چې د یوه غوره پانګونې فرصت له لارې موږ مخ پر هېوادونو کې خپلو ملګرو ته ووایو چې دوی د ملګري ټاکلو په برخه کې انتخاب لري."









