تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جرمني کې د جي ۷ سرمشریزه
د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو نن خپله کلنۍ سرمشریزه په جرمني کې پیل کړه چې اټکل دی پر سږنۍ سرمشریزه به د اوکرایین جګړې اغېز ډېر وي او تمه ده چې ګډونوال به یې له کیېف سره د نور پوځي ملاتړ ژمنه او پر مسکو د نورو بندیزونو ژمنه وکړي.
په پام کې ده چې په دې سرمشریزه کې به د بیو د لوړوالي، د خوړو د کړکېچ او انرژۍ پر کمښت هم بحثونه وکړي او د مبارزې لپاره حل لارې ورته ولټوي.