د مکرون واکمن اېتلاف د فرانسې پارلمان کې اکثریت له لاسه ورکړ

French President Emmanuel Macron greets supporters as he arrives to vote in the second round of French parliamentary elections, at a polling station in Le Touquet-Paris-Plage, France, June 19, 2022

د عکس سرچینه، Reuters

اېمانویل مکرون د فرانسې ولسمشر په توګه تر بیا ټاکل کېدو نږدې دوه میاشتې وروسته د دغه هېواد پر پارلمان یا ملي اسمبلۍ کنټرول له لاسه ورکړی دی.‌

د هغه سیالو ګوندونو دا ځل ټولټاکنو کې تر پخوا ډېرې څوکۍ خپلې کړې.‌

د مکرون مرکزي اېنسمبل اېتلاف که څه هم د یکشنبې ورځې پارلماني ټاکنې ګټلې خو لسګونه څوکۍ یې له لاسه وتلي او دا به یې د اصلاحي طرحو تصویب کې له ستونزو سره مخ کړي.‌

د کیڼ اړخو، توندلارو کیڼ اړخو او زرغون ګوندونو نوی رامنځته شوی اېتلاف دغو ټاکنو کې دویم او د مارین لوپن توندلاری ښي اړخی ګوند درېم راغلی.‌

دا په دې معنا ده چې ولسمشر مکرون اوس د خپلې کابینې د ځینو وزیرانو د څوکیو له لاسه ورکولو لرلید سره مخ او له یوه داسې ویشلي پارلمان سره کار ته مجبور دی، چې د ده لپاره تر پخوا پکې ستونزې ډېرې دي.‌

پاریس کې دا سیاسي توپان داسې مهال را الوتی چې د ښاغلي مکرون لخوا تازه ټاکل شوې لومړۍ وزیره الېزابت بورن د فرانسې پر تلویزیون راڅرګنده شوه،‌ او ویې ویل وضعیت بې مخینې دی او معاصرې فرانسې کله داسې ملي اسمبله نه ده لیدلې.

نوموړې ویلي "هغه خطرونو ته په کتو چې په ملي او نړیواله کچه ورسره مخ یو، دا وضعیت مو هېواد ته خطر پېښوي. له سبا به د یوه کاري اکثریت رامنځته کولو لپاره کار وکړو."

بلخوا توندلاری کیڼ اړخی مشر ژان لوک ملانشون بیا له خپلې دې بریا خوند اخلي چې د اصلي جریان ګوندونو یې خپل اېتلاف کې سره را یو ځای کړي دي.

Jean-Luc Melenchon voted at a polling station in Marseille, France, June 19, 2022.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ژان لوک ملاننشون

هغه خپلو ملاتړو ته وویل چې د ولسمشر ګوند سخته ماته خوړلې او اوس فرصت د دوی لاس ته ورغلی دی.

مارین لوپن هم له دغو پایلو خوشاله برېښي. هغې ویلي خلکو خپل غږ پورته کړی او اېمانویل مکرون اوس یو اقلیت حکومت لاس کې لري.‌

ښي اړخه جمهوریپال بیا له دې خوښ دي‌ چې پارلمان کې یې د څوکیو شمېر هغسې چې اندېښنه یې وه، له لاسه نه دی وتلی.

د دغه ګوند مشر کرسټیان ژاکوب ویلي دا ولسمشر ته هېښنده ماتې ده.

که د کاري اکثریت رامنځته کولو لپاره د لومړۍ وزیرې سترګې د جمهوریپالو مرستې ته وي،‌ نو د ښاغلي ژاکوب دا پیغام ورته دمګړۍ په زړه پورې نه دی.

اېمانیول مکرون چې همدا تېر اپرېل کې یې اغلې لوپن ته د فرانسې ولسمشرۍ ټاکنو کې ماته ورکړه، پارلمان کې تر ۳۰۰ ډېرې څوکۍ درلودې.

French President Emmanuel Macron greets supporters as he leaves after voting in the second round of French parliamentary elections, at a polling station in Le Touquet-Paris-Plage, France, June 19, 2022.

د عکس سرچینه، Reuters

هغه د اکثریت ساتلو لپاره د پارلمان ۲۸۹ څوکیو ته اړتیا درلوده،‌ خو د یکشنبې ورځې ټاکنو د پایلو وړاندوینې ښيي چې ښايي له ۲۳۵ تر ۲۴۰ څوکۍ وګټي.

فرانسوي رسنۍ وايي د ښاغلي ملانشون نوپېس اېتلاف له ۱۵۷ تر ۱۶۳ او د اغلې لوپن توندلاري ښي اړخي ګوند چې پخوا یې پارلمان کې یوازې ۸ څوکۍ درلودې، له ۸۵ تر ۹۰ څوکۍ ګټلې دي.‌