له بريتانيا روانډا ته د کډوالو استول

د بریتانیا حکومت ټینګار کوي چې روانډا ته به د پناه غوښتونکو د لېږولو په اړه خپله پالیسي بدله نه کړي دا له هغه وروسته چې لومړنۍ الوتنه یې لغوه شوه.

د اروپا د بشري حقونو محکمې په وروستۍ شېبه کې په دې اړه حکم صادر کړ او له مخې یې الوتنه وځنډول شوه.

د بریتانیا حکومت استدلال کوي چې له بریتانیا روانډا ته د پنا غوښتونکو شړل به د خلکو د قاچاق مخه ونیسي او وايي راتلونکي لپاره هم الوتنې پلان شوې دي. د دې تګلارې مخالفین وايي دا غېر انساني کار دی.