''معلوله یم... خو لویه هیله لرم'
هندۍ ګیتا کوپوسامي د ټیټې ونې له کبله دنده نه شوای موندلای، نو د مزدورۍ پر ځای یې په تامل ناډو ایالت کې خپل کاروبار پرانیست. اوس نوموړې د امکان تر حده معلول کسان پر دنده ګوماري. ګیتا چې ۶۰ سانتي متره یا دوه فوټه ونه لري وايي، ځکه کامیابه ده چې هېڅوک د معلولیت له کبله نه ردوي.