د سومالیا پر ماشومانو د وچکالۍ وژونکی اغېز

د ویډیو تشریح، د سومالیا پر ماشومانو د وچکالۍ وژونکی اغېز

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې سومالیا کې له کلونو راهیسې د پرله پسې وچکالۍ له کبله سږ کال ۱٫۴ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي. ختیځه افریقا له څلورو پرله ‌پسې بې بارانه پسرلیو کړېږي او سومالیا یو له اغېزمنو او زیانګالو هېوادونو دی. هلته تر ۷۵۰ زرو ډېر وګړي د خوړو، اوبو او څړځایونو د لټون په موخه په کور د ننه بې ځایه کېدو ته اړایستل شوي.