د کرووېشيا سپلېټ کې ژوند: د يوه کاروباري کيسه

د ویډیو تشریح، د کرووېشيا سپلېټ کې ژوند: د يوه کاروباري کيسه

سپلېټ د کرووېشيا يو تر ټولو مشهور سيلانۍ ښار دی، چې د نړۍ په تېره بيا اروپا له لروبرو د کال ميليونونه سيلګر ورځي. پر يوې تاريخي کلا او نورو لرغونو ځايونو سربېره پر اډرياټيک سمندرګي د لامبو بېلابېلې سمندرغاړې هم لري.

دې ښار کې يو شمېر پاکستاني کاروباريان هم پر کاروبار بوخت دي. يو يې يوسف جمال دی، چې وايي نيکه يې د خيبر پښتونخوا د تيرا و، او بيا هند ته کډه شوی، او دوی بيا له هغه ځای د هند له وېش سره کراچۍ ته کډه شوي وو، خو دی له ۲۳ کلونو راهيسې سپلېټ کې مېشت دی.

بي بي سي ته یې خپله کيسه کړې ده.