تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بوسنيا د پلازمېنې سراييو کلابندۍ کليزه: درې لسيزې وروسته په کې ژوند څنګه دی
سږنی کال بوسنيان د دغه هېواد سربانو له خوا د سرايېوو کلابندۍ دېرشمه کلیزه لمانځي. د بوسنيايۍ پلازمېنې کلابندي د سربڅکا جمهوريت ځواکونو له خوا د ۱۹۹۲ کال اېپرېل پر ۵ مې پيل او د ۱۹۹۶ کال د فبرورۍ تر پايه یې نژدې ۴ کاله دوام وکړ.
دې موده کې سرايېوو کې له ۲۵۰ زرو ډېرو خلکو ژوند کاوه، چې د سربانو د توپچي او هاوان درنو ډزو او ګوزارونو له امله د ځينو شمېرو له مخې نژدې ۱۴ زره خلک ووژل شول او بوسنۍ پلازمېنه په پراخ ډول ويجاړه شوه.
ميرويس مياخېل بوسنيا ته د سفر پر مهال له خلکو سره خبرې کړې چې د دغه هېواد د جګړې له پيله درې لسيزې وروسته یې ژوند څنګه دی.