اسلام اباد کې افغان احتجاج کوونکي وايي برخليک يې دې روښانه شي

ګڼ شمېر هغو افغان کورنيو اسلام اباد کې احتجاج کړى، چې پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته يې له خپل ټاټوبي وتلي دي.

که څه هم احتجاجۍ کورنۍ نه وايي چې چېرې غواړي لاړ شي، خو له خپل حالته شکايت کوي او وايي برخليک يې دې روښانه شي.

د تېر اګشت پر ۱۵ چې طالبانو پر کابل ولکه وکړه، زرګونه افغان له خپل هېواد وتښتېدل.

خداى نور ناصر اسلام اباد کې د احتجاجيو کورنيو ليدو ته ورغلى او خبرې يې ورسره کړې دي.