تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فنلنډ د ناټو غړيتوب ته رسمي غوښتنه سپاري
د فنلنډ ولسمشر او لومړي وزیر اعلان کړی دی چې هېواد به یې ښايي د ناټو د غړیتوب لپاره غوښتنلیک وړاندې کړي او دا یې یوه تاریخي ورځ بللې ده، که څه هم دغه پرېکړه باید په راتلونکو څو ورځو کې د دغه هېواد د پارلمان له لورې هم تایید شي .
تمه کېږي چې ګاونډی سویډن به یې هم، پر اوکرایین د روسیې یرغل ته په غبرګون کې ورته ګام پورته کوي. د ناټو د بهرنیو چارو وزیران چې برلین کې په غونډه بوخت دي وايي غواړي دغه بهیر چټک شي. خو ترکیه بیا د دغه اقدام مخالفت کړی دی.
سره له دې چې ترکیه دغه دواړه هېوادونو، کردانو ته چې دوی یې ترهګر بولي د پټنځایونو په ورکولو تورنوي، خو بیا هم انقرې د دوی پر وړاندې خپله تګلاره لږ څه نرمه کړې او وايي د دغو وړاندیزونو په اړه خبرو کولو ته چمتو ده.