په بالکان او جنوبي اروپا کې د چين پروژې

د ویډیو تشریح، په بالکان او جنوبي اروپا کې د چين پروژې

په اوکرایین کې جګړه د اروپا ټول هېوادونه دې ته اړ باسي چې له روسیې سره د سوداګرۍ په برخه کې له سره غور وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د مسکو تر ټولو ځواکمن ملګری چین په اروپايي هېوادونو کې خپلو اقتصادي ګټو ته دوام ورکوي.

خو اوس داسې اندېښنې او ادعاوې شته چې وايي چین له کارګرانو ناوړه کټه اخلي، کارونه یې د چاپیریال په تاوان دي او داسې یوه تګلاره لري چې هېوادونه د "پورونو په جال" کې راګېروي.

یعنې بېجېنګ نورو هېوادونو ته د اړتیا په وخت کې د میلیاردونو ډالرو پور ورکوي او بیا ترې ډېر سود اخلي. چین دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې یو باوري ملګری دی او په هغو برخو کې پانګونې ته لېواله دی چې نور یې نه کوي.

زموږ د اروپا خبريال نېک بيک په بالکان او جنوبي اروپا کې د چين مهمې پروژې ليدلې دي او دغه رپوټ لري.