اوکرايين کې جګړه: تازه ګومارل شوي سرتېري لومړۍ کرښې ته روان دي

د ویډیو تشریح، اوکرايين کې جګړه: تازه ګومارل شوي سرتېري لومړۍ کرښې ته روان دي

د روسیې له یوه توغندیز برید وروسته، د لويو ښار ځینې برخې چې د پولنډ پولې ته نژدې دي برېښنا او اوبو نلري. لږترلږه درې روسي توغندي د سې شنبې په ماښام پر برېښناکوټونو ولګېدل. فکر کېږي د برید هدف د اوکرایین ریل شبکه وه.

د اوکرایین په ختیځ کې جګړه لا هم په تودېدو ده. د هېواد وسله وال ځواکونه د رضاکارانو روزنې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کوي چې همدوی بیا پر لومړۍ کرښه جنګېدو ته اوږه ورکړي.

په رضاکارانو کې ډېرو یې په خپل ژوند کې هېڅکله ټوپک نه دی اخیستی. بېن براون په کیف کې له یو شمېر رضاکارانو سره د روزنې پر مهال لیدلي دي.