د روانډا ولسمشر له بریتانیا سره د کډوالو په سر د شوي تړون ننګه کړې

د ویډیو تشریح، د روانډا ولسمشر له بریتانیا سره د کډوالو په سر د شوي تړون ننګه کړې

د روانډا ولسمشر، پاول کاګامې، له بریتانیا سره د هغه جنجالي تړون ننګه کړې ده چې له مخې یې ناقانونه کډوال د پرېکړو تر وخته په رونډا کې ساتل کېږي.

دا لومړی ځل دی چې دی پر دې تړون غږېږي.

ولسمشر کګامي وویل، یو بل تړون چې د ده هېواد کړی او له مخې یې په لیبیا کې غېرقانوني کډوال دوی ته ور لېږل کېږي، ډېر بریالی روان دی.

د بي بي سي خبریال ډنیل هېنري د فرانسې کلې سیمې ته تللی و او له کډوالو سره غږېدلی دی: