د پلاستيکو ککړوالی: ايا ريسايکل يا بيا کارونه حل دی

۱۷۵ هېوادونو د مارچ میاشت کې په نایروبي کې غونډه وکړه او پر یوه داسې نړیوال حقوقي تړون سره سلا شول چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به د پلاستیکو د ککړوالي بحران پای ته ورسوي.

پام به یې د توکو د تولید له مرحلې نیولې، د مصرف او له منځه وړلو او په سمندرونو کې د پلاستیکو پر کچې راټول وي.

خو دا مني چې د لوړ عاید لرونکو هېوادونو پر تله به د هغو هېوادنو لپاره له پلاستیک او ککړتیا سره مبارزه ګرانه وي چې د عاید کچه یې ټیټه ده.

نو د پلاستیک د کارونې او د غورځولو د کابو کولو لپاره به یې دغه هېوادنه مالي مرستې ته اړتیا ولري. په نړیواله کچه د پلاستیک یوازې نهه فیصده ریسایکل یا بیا کارول کېږي.