سويډن کې نښتې: څلورمه پرله پسې ورځ لاريونونه روان دي

د ویډیو تشریح، سويډن کې نښتې: څلورمه پرله پسې ورځ لاريونونه روان دي

سويډن کې څلورمه پرله پسې ورځ پولیس له هغو احتجاجيانو سره نښتي چې د يو توندلارې ډلې داسې پلانونو پر سر چې د يو لړ لاريونونو پر مهال قران وسوځي، په غوسه دي.

درې کسان هغه مهال ژوبل شول، چې پوليسو پر ګډوډ‌ۍ جوړوونکو د خبرداري ډزې وکړې. دغو پېښو کې ګاډو ته اور اچول شوی او لږترلږه ۱۷ کسان نيول شوي دي.

يو ډنمارکی سويډنی توندلاری راسموس پالوډن وايي له وړاندې يې د اسلام تر ټولو سپېڅلی کتاب سوځولی او غواړي بيا همداسې وکړي.