بيت المقدس کې تاوتريخوالی: امريکا وايي ډېره ورته اندېښمنه ده

د ویډیو تشریح، بيت المقدس کې تاوتريخوالی: امريکا وايي ډېره ورته اندېښمنه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي په بیت المقدس کې د جمعې پر ورځ د فلسطیني مظاهره چیانو او اسراییلي پولیسو ترمنځ له نښتو وروسته د تاوتریخوالي کچې په اړه ژوره اندېښنه لري.

په الاقصی جومات کې د نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه یو سل پنځوس فلسطینیان او درې اسرائیلي پولیس ټپیان شوي دي. په وروستیو اونیو کې - دغلته تاوتریخوالی خورا لوړ شوی ځکه د روژې میاشت د یهودانو لپاره د فسحې او مسیحیانو لپاره د ایسټر یا عيد القيامة سره سمون لري.

پولیسو ویلي دوی جومات ته له هغه وروسته چې تر لوېدیځ دیوال لاندې پر یهودي عبادت کونکو ډبرې وغورځول شوې، ننوتل خلک سره خواره واره کړي.