اوکرايين کې جګړه: د سپوږمکو انځورونه د روسیې د يرغل ثبوت وړاندې کوي

د اوکرايين ولسمشر زيلينسکي د دغه هېواد بوچا ښار ته ورغلی، چې لاروکوڅو کې یې د مړو بوږنوونکو انځورونو نړيواله غوسه وپاروله، او روسيه په پراخه وغندل شوه.

ښاغلي زيلينسکي روسي ځواکونه پر توکمييزې پاککارۍ تورن کړي، داسې حال کې چې ولسمشر بايډن ولاديمير پوتين جنګي مجرم بللی، او وايي روسی مشر بايد محاکمه شي.

داسې حال کې چې روسي ځواکونه، له بوچا ووځي، هلته د شوي وحشت کچه لا پسې روښانېږي. روسيه لا هم د سلګونه ملکيانو وژلو او د مړو زيانمنولو کې هر ډول ښکېلتيا ردوي.

دوی وايي هغه انځورونه چې نړيوالو رسنيو ښوولي، جوړ شوي او جعلي دي. د بي بي سي خبرياله يوګيټا لامایې له لومړيو خبريالانو وه، چې بوچا ته له ولسمشر زېلېنکسي سره ورغلې ده.

ښايی راپور يې درته خواشينوونکی وي.