روسيه: اوکرايين کې يې جنګي جرمونه نه دي کړي

ملګرو ملتونو کې د مسکو سفير وايي روسیه، به د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته هغه څه وړاندې کوي، چې ده ريښتينې بېلګې وبللې، او ښيي چې بوچا کې د پېښو په اړه د لوېدځ څرګندونې دروغ دي، او دا چې د بوچا لارو کوڅو کې د مړو بوږنوونکي انځورونه جوړ شوي دي.

د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګی لافروف د نړيوالې ټولنې غوسې ته د کرېملېن د غبرګون مشري کوله. د بي بي سي روسيې خبريال سټيو روزنبرګ پرې راپور لري.