اوکرايین: سره صليب اداره د بندو پاتې شويو کسانو د ايستلو هڅه کوي

د ویډیو تشریح، اوکرايین: سره صليب اداره د بندو پاتې شويو کسانو د ايستلو هڅه کوي

د اوکرایین په ماریوپول کې څه باندې درې زره اوسېدونکي، له اوونیو بمباریو وروسته، خوندي ځایونو ته وتلي دي.

دا خلک دا څو اوونۍ کېږي په داسې حال کې په خپلو کورونو کې ایسار و چې بمبارۍ پرې کېدې، خواړه، او د څښاک اوبه یې نه درلودل او برېښنا یې نه وه.

پرون، د سره صلیب نړیوالې کمیټې یو لوی د مرستې کاروان هم و نشو کولی خپل ځای ته ورسېږي. دغه سازمان وايي نن بیا په محاصره شوي ماریوپول ښار کې د لسګونو زرو اوسېدونکو د ژغورلو لپاره هڅه کوي.