چين کې د کورونا پېښې په ډېرېدو دي
د چين تر ټولو لوی ښار شانګهای کې ښاربندیز لګېدلی، داسې حال کې دغه هېواد د کورونا ويروس پېښو بيا زياتوالي سره مخامخ دی.
شانګهای يو مهم مالي او صنعتي مرکز دی، خو دا ښاربنديز يې د نهوو وروځو موده کې داسې حال کې پلی کېږي، چې چارواکي په کې د کورونا ويروس ازموينې کوي.
دا ښاربنديز دوه پړاويزه دی، له پرون راهيسې ختيځه برخه کې پلی شوی، چې مالي مرکز یې هم په کې دی، او لوېديځه برخه به یې له جمعې ورپسې ښاربندیز ته نننوځي. دا پړاويز تګلوری پر دې معنا دی، چې نيم ښار به پرانیستی وی.