اوکرايين جګړه: خارکيف کې پر لومړۍ کرښه درنه بمباري شوې

د اوکرايين دفاع وزارت وايي د پلازمېنې کيف ختيځ کې تر ۳۵ کيلومترو یې ځينې ښارګوټي او دفاعي ځايونه بېرته له روسانو نيولي دي. خو ختيځ خارکيف کې یې لا درنه جګړه روانه ده. دغه ښار چې د روسیې له پولې له ۴۰ کیلومترو کم واټن لري، پرله پسې د روسانو توغنديزو او توپچي بريدونو سره مخامخ دي.

د بي بي سي خبريال کوېنټن سمروېل او کامروال يې ډارن کونوې، له دوو جنګياليو سره وخت تېر کړی، چې د يرغل له پیله د جګړې لومړۍ کرښه کې دي.