د اوکرايين جګړه: د ماريوپول ښار کې کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده

د اوکرایین د کلابند شوي ښار مارېيو پول مرکز ته اوس جګړه رسېدلې او دغلته نژدې ۳۰۰ زره کسان برېښنا او اوبه نه لري.

د اوکرایین ولسمشر ویلادي میر زېلېنسکي له روسیې سره د سولې د هر اړخیزو خبر وړاندیز کړی دی.

ښاغلی زیلېنسکي وايي اوس د دې وخت دی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره غونډه وشي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اوکرایین په ختیځ لوهانسک سیمه کې د بشري دهلیز د پرانیستو تمه کېږي.