د اوکرایین جګړه؛ چارواکي وايي د ماریوپول ښار تر ۹۰ سلنه ویجاړ شوی

یوکرایین

د عکس سرچینه، SES of Ukraine

د اوکرایین ختیځ کې د روسي ځواکونو لخوا د کلابند ماریوپول ښار چارواکي وايي چې د دغه ښار تر ۹۰ سلنه ودانۍ د روسي ځواکونو د پرله پسې ورځنیو هوايي بریدونو له کبله ویجاړې شوې دي.

د اوکرایین د پارلمان یوې غړې لیزا واسیلېنکو پر خپل ټویټر لیکلي چې ښار له هوا د ویجاړېدو په حال کې دی او ولسمشر ولودمیر زیلېنسکي له لوېدیځو هېوادونو غواړي چې د دغه هېواد فضا کې الوتنې منع کړي.

هغې دا څرګندونې داسې مهال کړي چې رپوټونه وايي ژغورندویه ډلې ماریوپول کې د تیاتر پر ودانۍ له هوايي بریده د ژونديو پاتې کسانو د ایستلو هڅه کوي.

رپوټونه وايي د دغه برید پر مهال د ماریوپول د تیاتر ودانۍ کې ۱۰۰۰ کسانو پناه اخیستې وه چې ډېرې یې ښځې او ماشومان وو.

له دې سره هممهاله چارواکو ویلي تر دې دمه له ماریوپوله شاوخوا ۳۰ زره کسان په وتلو بریالي شوي.

خو یوې ځايي شورا اټکل کړی چې تر ۳۵ زره ډېر نور خلک به ښايي لا هم دغه ښار کې له جګړې پټ وي.

اوکرایني چارواکي وايي هغه کسان چې د روسیې د پرله پسې بریدونو له کبله لا دغه ښار کې ایسار دي، له ورځو ورځو بریښنا، روانې اوبه او د ځان تودولو لپاره څه نه لري.

له دې سره د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکېن ویلي له ولسمشر جو بایډن سره په دې کې موافق دی چې د امرکایین جګړه کې جنګي جرایم ترسره شوي.

د تیاتر پر ودانۍ برید

Extensive damage seen in Mariupol, Ukraine. 14 March 2022

د عکس سرچینه، Maxar

اوکرایین کې چارواکي وايي، روسي ځواکونو په محاصره شوي ښار ماریو پول کې د تیاتر پر یوې ودانۍ ګوزارونه کړي دي. په تازه تصویرو کې چې بي بي سي تایید کړي، لیدل کېږي، چې دا ودانۍ ویجاړه شوې ده.

د ماریو پول ښاروالۍ مرستیال بي بي سي ته وویل، داسې باور کېږي، چې په ودانۍ کې له ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې کسانو پناه اخیستې وه.

تر اوسه په دې ودانۍ کې د سر اوښتي زیان په هکله شمېر معلوم نه دی.

یوه ځايي پارلمان غړي بي بي سي ته وویل، تر ودانۍ لاندې هغه ځمکتل چې خلکو پکې پناه اخیستې، د برید له کبله نه دی نړېدلی او مرستندویان ایسارو کسانو ته د رسېدو هڅه کوي.

بل لور د اوکرایین لویه څارنوالي وايي، له هغه راهیسې چې روسي ځواکونو پر اوکرایین یرغل کړی، لږ تر لږه ۱۰۷ ماشومان وژل شوي او له ۱۲۰ ډېر ټپیان شوي دي.

په دې کې ډېری تلفات د اوکرایین پلازمېنه کیېف، دونیڅک، چیرنیهېف، سومې، خیرسون، مېکولایېف او ژېتومیر سیمو کې اوښتي دي.

د اوکرایین لویې څارنوالۍ په خبره په همدې موده کې د روسي ځواکونو توپخانې او توغندیزونو بریدونو یا بمباریو له کبله ۴۱۰ تعلیمي ادارو ته زیان اوښتی چې ۶۳ یې په بشپړ ډول له منځه تللې دي.

د چارواکو په وینا په جګړه کې لږ تر لږه ۱۱ روغتونونه هم په نښه شوي دي. په ورته مهال د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د دوی مرکچیان ټول توان کاروي، چې له اوکرایین سره یوې احتمالي سولې هوکړې ته ورسېږي.

اوکراین

د عکس سرچینه، Getty Images

خو د کریملین ویاند دیمتري پیڅکوف پر اوکراییني لوري نیوکه وکړه، چې د ده په خبره ''متقابله ولوله '' نه ښيي.

ښاغلي پیڅکوف د انصاف پر نړیوالې محکمې هم له دې کبله نیوکه وکړه، چې روسیې ته یې پر اوکرایین د یرغل درولو امر کړی.

نوموړی وايي، محکمې د جګړې توجیه لپاره د روسیې هېڅ ثبوت نه دی لیدلی او په وینا یې اوکرایین د دغه هېواد په ختیځ کې د روسي ژبو توکمیزه ډلوژنه کوله.

نوموړی زیاتوي، روسیه نه شي کولای په یوازې سر دا پرېکړه ومني، بلکې په وینا یې باید روسیه او اوکرایین په شریکه د دې پرېکړې عملي کولو لپاره هوکړه وکړي.