پر اوکرايين د روسيې يرغل: پلازمېنه کيېف کې جګړه

د ویډیو تشریح، پر اوکرايين د روسيې يرغل: پلازمېنه کې جګړه

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وايي، تر اوسه له اوکرایین څه باندې سل زره کسان تښتېدلي دي. ډېر خلک لوېدیځ لور ته تللي دي، هڅه کوي ګاونډیو هېوادونو ته له پولې تېر شي.

اوس داسې اندېښنه ده د کډوالو دغه بهیر ښايي لا پسې ډېر شي. زموږ خبریال مارک لوین د پولنډ له پولې نور جزییات لري.