د اوکرايين کړکېچ: بايډن په مشروط ډول له پوتين سره ليدنه منلې

د ویډیو تشریح، د اوکرايين کړکېچ: بايډن په مشروط ډول له پوتين سره ليدنه منلې

ولسمشر بایډن په اصولو کې په دې سلا شوی دی چې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره به د اوکراین د کړکېچ په اړه په یوې ناستې کې ګډون کوي.

د غونډې وړاندیز د فرانسې له لورې شوی و خو سپینې ماڼۍ ویلي ول چې غونډه به یوازې هغه مهال تر سره کېږي چې روسیه پر خپل ګاونډي هېواد برید ونه کړي.

دغه شونتیا د فرانسې د ولسمشر ایمانوېل مکرون له خوا له یو ورځيني سخت دیپلوماتیک فعالیت وروسته رامنځ ته شوه او ورسره د دغه کړکېچ د احتمالي دیپلوماتیکي حل لارې هېلې هم پيدا شوې.

د اوکرایین په ختیځ دونباس سیمه کې د روانې اونۍ په پای کې چاودنو لا هم دوام درلود همدغلته د اوکراین د حکومتي ځواکونو او روس پلوه یاغیانو ترمنځ نښتې هم زیاتې شوي دي.