پېښور کې د ښځو په لاس جوړ شوي توکي

د ویډیو تشریح، پېښور کې د ښځو په لاس جوړ شوي توکي

د شمالي وزيرستان اوسېدونکې صدف چې اوس په پېښور کې د ښځينه وو په لاس جوړ شوي هنري توکي پلوري وايي، د پښتنو کلتور ژوندي ساتلو په موخه يې دوکان جوړ کړي دی.

نوموړې وايي له دې لارې د هغو ښځينه وو سره هم مرسته کېږي چې په کور کې لاسي توکي جوړوي او دلته يې پلوري.

ازاد خبريال طارق الله يې ليدو ته ورغلی و.