تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افريقا کې وچکالي: ۱۳ ميليونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخ دي
په ختیځه افریقا کې دا پرله پسې درېیم کال دی چې باران نه دی شوی او همدې په لسیزو کې ترټولو بده وچکالي رامنځته کړې ده. فصلونه زیانمن شوي او په سلګونو زره څاروي هم مړه شوي دي.
د اقلیم بدلون، د ملخانو وروستی برید او په هوا کې پیاوړو بدلونونو ۱۳ میلیون کسان د قحطۍ کندې ته ټېل وهلې دي او اوس بېړنیو مرستو ته اړ دي. په تېرو څو میاشتو کې د اړمنو شمېر یو میلیون نور هم اضافه شوی دی.
د بي بي سي خبریال کاکیدان یلبېتال له ایتوپیا دغه رپوټ رالېږلی دی، همدغلته په شمال کې د ۱۵ میاشتنۍ کورنۍ جګړې له امله وضعیت نور هم خراب شوی دی.