یو شمېر یهودان په الاقصی جومات کې د عبادت لپاره د مسلمانانو په څېر کالي اغوندي

یو شمېر سخت دریځي یهودان وايي، دوی په الاقصی جومات کې د عبادت لپاره د ځايي مسلمانانو په څېر کالي اغوستي. د یادونې ده، چې په ۱۹۶۷ کال کې پر ختیځ بیت المقدس د اسرائیل له ولکې وروسته غیر مسلمانو کسانو ته په الاقصی جومات کې د عبادت اجازه نه شته، خو دوی کولای شي یوازې د لیدنې لپاره دې جومات ته ورشي.

بي بي سي له رافایل موریس نومي اسرائیلي فعال سره خبرې کړې، چې " د غره معبد ته د ستنېدو "کمپاین په نامه په الاقصی جومات کې د یهودانو لپاره د عبادت اجازې غوښتنه کوي. بي بي سي له فلسطینۍ مسلمانې فعالې حنادي حلواني سره هم خبرې کړې چې وايي، د الاقصی جومات دفاع به کوي.