بلوچستان کې بلوڅ بېلتون پالو پاکستاني پوځيان وژلي

له بلوچستانه راپورونه وايي چې بلوڅ بېلتون پالو د پاکستاني پوځ پر يوې اډې بريد کې لږ تر لږه لس سرتېري وژلي دي. دا بريد داسې وخت کې شوى چې د پاکستان کورنيو چارو وزير وايي له دې تېر اګست راهيسې د پاکستانيو طالبانو له لورې هم بريدونه ډېر شوي دي.

شيخ رشيد احمد له بي بي سي سره خبرو کې وويل له هغه راهيسې چې طالبانو پر کابل ولکه کړې، پاکستان کې د ټي ټي پي اورکو له لورې بريدونه ٣٨ سلنه ډېر شوي دي.

خداى نور ناصر له اسلام اباده نور جزييات لري.