چين کې د ژمني اولمپيک سيالۍ؛ د کورونا وېروس کنټرولول
پوره دوه کاله کېږي چې چین ووهان ښار له ۱۰ میلیون اوسېدونکو سره قرنطین کړ. دا یې ځکه وکړل چې غوښتل یې د کورونا وېروس چې لومړی په همدغه ښار کې وموندل شو د لا ډېر خپرېدو مخه ونیسي.
په داسې حال کې چې بېجېنګ راتلونکې میاشت د ژمني اولمپیک لوبو کوربه توب ته تیاری نیسي، د وېروس ختمولو لپاره یې یو ځل بیا ډېر سخت مقررات لګولي دي. د چین پالیسي یا تګلاره دا ده چې د کورونا وبا مثبتې پېښې بېخي سفر کړي.