د اوکرايين کړکېچ: د امريکا د بهرنيو چارو وزير کييف ته تللی
د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن بېړنيو خبرو لپاره اوکرايين ته رسېدلی، داسې حال کې چې خبرداری ورکړل شوی، روسيه ښايي هره شېبه يو بريد وکړي.
ښاغلی بلېنکن دا پلان هم لري، چې د جمعې پر ورځ د روسيې له بهرنيو چارو وزير سرګی لاوروف سره وګوري، داسې حال کې چې سپينې ماڼۍ حالت خورا خطرناک بللی دی.
روسيې له اوکرايين سره پر پوله سل زره سرتېري غونډ کړي، او د دې اوونۍ لومړيو کې يې بېلاروس ته هم ځواکونه استولي چې پوځي تمرينونو کې برخه واخلي، خو د کوم يرغل پلانولو خبره یې رد کړې ده.
د بي بي سي ډيپلوماټيکو چارو خبريال جېمز لنډېل د دې کيسې شاليد ته کتنه کړې.