د شري لنکا نوی بندري ښار: ولې امریکا اندېښمنه ده؟
شري لنکا وايي د کولمبو بندري ښار چې د جوړولو تکل یې لري، د دغه هېواد اقتصاد به په پراخه وغوړوي. د چين يوه شرکت ۱،۴ ميليارد ډالره پانګونه کړې، چې دغه اصلاح يا رغول شوې مځکه کې به پرمختيايي کارونه کوي.
خو شري لنکا کې، چې د بهرنيو پورونو کړکېچ له مخې تر فشار لاندې ده، په کې د بېجينګ زياتېدونکي اغېز په اړه اندېښنې دي.