تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د دکتاتور وروستۍ سلا مشورې
د یوه دکتاتور په ذهن کې د واکمنۍ په وروستیو شېبو کې څه تېرېږي؟ ۱۱ کاله مخکې د تونس واکمن زین العابدین بن علي هغه مهال له کټ مټ همداسې وضعیت سره مخامخ و، چې د ده پر ضد له پراخو ولسي مظاهرو وروسته له هېواده وتښتېد. له همدې مظاهرو وروسته په سیمه کې د عرب پسرلي په نامه د ولسواکۍ پلوه مظاهرو یو تحریک راوټوکېد. د بي بي سي عربي څانګې هغو ځانګړو ثبت شویو ټیلیفوني خبرو ته لاسرسی موندلی چې باور کېږي د ګوښه شوي ولسمشر دي. د دې پټو خبرو له اورېدو سره هغه حالت تصور کوو، چې بن علي ورسره د واکمنۍ په وروستیو ساعتونو کې مخامخ و. دا غږونه ماهرینو ارزولي او عیني شاهدان یې هم اصلي بولي، خو ځینې کسان چې دې کلیپونو کې یې غږونه شته، د دې اصلیتوب خورا ناندریز بولي.