د ذين العابدين وروستۍ شېبې: بي بي سي يې ثبت شوې ټليفوني خبرې راسپړلې دي

د ویډیو تشریح، د ذين العابدين وروستۍ شېبې: بي بي سي يې ثبت شوې ټليفوني خبرې راسپړلې دي

د تونس پخواني ولسمشر زين الابدين بن علي داسې ځانګړو ثبت شوو ټليفوني خبرو کې چې پخوا نه دي اورېدل شوې، بي بي سي عربۍ د وارخطايۍ داسې خبرې راسپړلې، چې د ده واکمنۍ وروستۍ شېبې ښيي، چې څنګه یې واکمني وپرځېده، او څنګه یې ۲۳ کلنه يوه کسيزه زورواکې واکمني پای ته ورسېده.

بن علي سعودي کې د جلاوطنۍ پر مهال ۲۰۱۹ کال مړ شو.

د جنورۍ ۱۵ يې له واکه د پرځېدو ۱۱ مه کليزه ده، او د تونس مخالفو ګوندنو او ډلو د اوسني ولسمشر قیس سعيد پر وړاندې هم، چې د ټولواکمنۍ پر لرو روان دی، د پراخو لاريونو غږ کړی دی.

د بي بي سي امير نادر يې په اړه دا راپور چمتو کړی.