تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ګوانتانامو زندان شل کاله پوره شول
له هغه راهيسې چې د ګوانتانامو زندان ته لومړي زندانيان بېول شوي، نن شل کاله پوره کېږي. امريکا ۲۰۰۱ کال کې د القاعدې شبکې اورپکو پسې پر افغانستان له يرغل وروسته، کيوبا کې دغه زندان جوړ کړ.
دا ټول د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له ۱۱ مې پېښو وروسته کېدل، چې د القاعدې شبکې ځانمرګو د الوتکو په تښتولو نيويارک او واشنګټن کې بريدونه وکړل، او نژدې ۳ زره کسان په کې ووژل شول.
زندانيان یې پر افغانستان سربېره د بېلابېلو هېوادونو وو، ډېر یې خوشي شوي او يا يې خپلو هېوادونو ته سپارل شوي، خو لا اوس هم دغه زندان کې ۲۷ بنديان پاتې دي، چې دوه په کې ويل کېږي افغانان دي.