تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روسيې هکران: ځانګړی رپورټ
له یو کلن ویجاړونکو سایبري بریدونو وروسته، اوس د هکرانو پر ضد اقدام پیل شوی دی. په څو هېوادونو کې انټرنټي ورانکارې ډلې نیول شوې دي خو یو ځای چې دا کسان پکې ازاد دي روسیه ده.
روسیې په تاریخي ډول هغه ادعاوې رد کړې دي چې وايي د نړۍ تر ټولو بد انټرنټي غلو ته یې ځاله ورکړې ده.
د بي بي سي د انټرنټي او سایبري برخې خبریال جو ټاییډي روسیې ته تللی و چې د نړۍ هغه هکران پیدا کړي چې تر ډېر تعقیب لاندې دي.