ډيلي کې د زهرجنې هوا له کبله ټول ښوونځي او کالجونه تړل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند پلازمېنه ډیلي کې خورا ناوړه کچې ته د هوا ککړتیا کچې له رسېدو وروسته چارواکو ښوونځي او کالجونه تړلي دي.
چارواکو دغه راز له دفاعي او ټرانسپورټي پروژو پرته پلازمېنه کې د نومبر تر ۲۱ نېټې پورې پر هر راز ودانیزو چارو بندیز لګولی دی.
د ډیلي لپاره د برېښنا چمتو کوونکو ۱۱ هغو برېښناکوټونو له ټولګې چې د ډبرو سکرو پر مټ فعالیت کوي، یوازې پنځه فعال ساتل شوي دي.
د هند سترې محکمې دا وروستیو کې د هوا ککړتیا په هکله یو سخت خبرداری خپور کړی او له ایالتي او فدرالي حکومتونو یې وغوښتل چې د هوا ککړتیا اغېز مخنیوي لپاره 'سملاسي او بېړنیز ' اقدامات وکړي.
د محکمې له حکم وروسته د ډیلي هوا معیاري ساتنې کمشنر یو شمېر بېړني اقدامات وکړل.
دې لړ کې د تعلیمي ادارو بندولو تر څنګ ډیلي او ګاونډیو ایالتونو، اترپردېش، پنجاب، هریانه او راجستان ته د اړینو توکو له لېږدونکو پرته د نورو ټولو لاریو پر ننوتو هم بندیز ولګول شو.
چارواکو دغه راز له حکومته غوښتي چې د خصوصي سسکتور ۵۰ سلنه کارکوونکي له کورونو کار کاولو ته 'وهڅوي. '
د ډیلي هوا ککړتیا لاملونه څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په ډيلي کې د دیوالي مذهبي مراسمو له پیل راهیسې د ښار هوا ککړتیا کچه خورا لوړه شوه.
د ډيلي په هوا کې د هغو کوچنیو ذراتو کچه چې د انسان پر سږو ناوړه اغېز کوي، د روغتیا نړیوال سازمان له ټاکل شوي معیاره خورا لوړه ده او په ځینو سیمو کې یې 'سختې ' کچې ته رسېدلی دی.
د ګاډو او کارخونو لوګو، دوړو او ناوړه موسمي وضعیت له کبله ډیلي د نړۍ خورا ککړه هوا لرونکو پلازمېنو په لومړي سر کې بلل کېږي.
په مني کې چې د ډیلي شاوخوا سیمو کروندګر د خپلو فصلونو پاتې پلالې ته اور ورته کړي، د پلازمېنې هوا نوره هم زهرجنه شي.
بل لور هر کال په همدې موسم کې د دیوالي مذهبي مراسمو پر مهال د اورلوبو پریمانه کارېدل د هوا ککړتیا لازیاتوي.
په همدې موسم کې د هند پلازمېنه او شاوخوا سیمه کې بادونه سوکه الوځي، چې له کبله یې د ککړې هوا اغېز تر ډېره وخته پاتې کېږي.








