ترکمنستان کې کورونا: حکومت د زياتېدونکو پېښو رپوټ ردوي
ترکمنستان او شمالي کوریا له هغو ګوتو په شمار هېوادونو دي چې وايي د کورونا وېروس یوه پېښه هم په کې نه ده ثبت شوې. په ترکمنستان کې مالومات په کلکه کنټرولېږي او خلک هم د کورونا وېروس د پېښو د رپوټولو له پایلو وېرېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان په څېر نړیوالې ټولنې هم یوازې په هغو مالومات تکیه کوي چې حکومت یې خپروي او تراوسه یې دغه شمېرې ننګولې هم نه دي.
خو دا هر څه اوس په بدلېدو دي ځکه د مرکزي اسیا په دغه هېواد کې د خپلواکو څارونکو او رسنیو له لورې اوس د کورونا وېروس د لوړېدونکو شمېرو خبرونه ورکول کېږي.