د سعودي او طالبانو اړیکي: د سعودي استخباراتو پخواني مشر سره خبرې
د سعودي استخباراتو پخوانی مشر شهزاده ترکي الفیصل السعود وايي طالبان لا هم په افغانستان کې د القاعدې کوربانه دي. دى وايي رياض په همدې دليل د طالباو حکومت په رسميت نه پېژني.
شهزاده السعود چې له ۱۹۷۷ کال تر ۲۰۰۱ لومړي کال د سعودي د استخبارتو ادارې مشر و، د بي بي سي له يلدا حکيم سره په خبرو کې، ویلي، تر کومه ځایه چې دى خبر دی، القاعده لا هم په افغانستان کې شته او ښکاري چې د طالبانو لخوا له یو څه ملاتړه برخمن دي.