هند کې يوې نجلۍ د اوتو لپاره په لمريزې انرژۍ چلېدونکې کراچۍ جوړه کړې

د ویډیو تشریح، هند کې يوې نجلۍ د اوتو لپاره په لمريزې انرژۍ چلېدونکې کراچۍ جوړه کړې

هند کې د جامو اوتو کولو لپاره ګرځېدونکي کسان ډېر ليدل کېږي خو اوتوګان يې د ډبرو سکرو په اور ګرمېږي يو داسې سون توکی چې د هوا ککړتيا کې ونډه لري.

خو د تاميل نادو يوې ۱۴ کلنې نجلۍ ورته يوه پاکه حل لاره موندلې. د وېنيشا اوتو کراچۍ په لمريزه انرژۍ چلېږي. بېټرۍ يې برېښنا زېرمه کولی او د شپې مهال بيا کارولی شي.

د دې دا اختراع د ارتشاټ مهمې جايزې لپاره هم نومل شوې وه، چې له مخې یې د اقليمي بدلون لپاره د نوښتګرو لارو چارو درناوی کېږي.