د کډوالو په اړه فرانسې ته د بريتانيا ګواښ

د بریتانیا حکومت ګواښ کوي چې فرانسې ته تر هغو ۶۷ میلیون ډالر د مرستې په ډول نه ورکوي چې هغوی دې هېواد ته د راتلونکو کډوالو مخه نه وي نیولې.

سږ کال څه باندې ۱۷ زره کډوال له فرانسې څخه بریتانیا ته را اوښتي دي خو یوه فرانسوي قومندان پر بریتانیا تور لګولی دی چې هېڅ قدر او درناوی یې نه کوي.

دا قومندان وايي که بریتانیا دا پیسې دوی ته ور نه کړي نو خپل ځواکونه به له پولو لرې کړي.